غزل
بس بې له خپل ځان د بلې مرستې نه منکرې دي
Hamza Shinwariبس بې له خپل ځان د بلې مرستې نه منکرې دي
گوره مسلمانې حوصلې مې قلندرې دي
وروځې دې راښکته شوې بڼو ته يې څه وويل
ښکاري چې کږلې دې زما سمې خبرې دي
زه چې عاشقۍ و کوم مقام ته رسولی يم
هلته عقل څه، چې د الوت سوې وزرې دي
سترگې پښتنې به مې وي برندې څو چې پايمه
څه که د حالاتو راته تل وروځې ببرې دي
خپلې يو رنگۍ داسې فضا ته رسولی يم
ساز دي اسوېلي دلته سلگۍ همه سندرې دي
ماته د فطرت که هر يو شي وښکلې توره ده
روغ به يمه ما چې د وحدت اغوستې زغرې دي
ډېر شته داسې لرې چې حمزه وته نژدې وي تل
ډېر داسې نژدې شته چې لا ډېر ورځنې لرې دي