نظم

بې چله اوناچله

Gul Pacha Ulfat

دلته کله څوک چلېږي بې څه چله

دې بازار کښې خو بې چله دی ناچله

دا هم چل دی چې خرپلار کړه خپله چار کړه

پلار گلوي مې ددې خلکو وليدله

سياست په دې چل ډېر ښه پوهېدلی

چې خپل ظلم عدل وښيی هرکله

چل دانه دی چې هر چا ته چل ښکاره شي

چل هغه دی چې چل نه ښکاري هېڅ کله

چل يې نزده چې په چل دی مشهور شوی

لغمانی دې څه چل زده کړي له کوم بله

هغه څه کا چال چلند د دنيا والو

ما مله يې ددنيا چې پرېښودله

دا ښايسته دعاج ږمنځ يې په کار نه ده

چې يې سر او ږيره پاک وخريله

څه په کار زري پڼه ده هغه چا ته

چې پښه يې له زنگونه غوڅه کړل

په زينو د زړه رنځور ته ختل گران دی

ما ته لاندې خونه ښه ده له برجله

چې ولس له هرې خوا نه پرېشان وې

ته هم ښه يې پرېشان خيالی اربله