نظم بې جلبه زور Gul Pacha Ulfat Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 چې بې قيده بې جلبه زور د هر چا لاس ته ورشي عقل يې کوچ وکړي له سره رحم يې زړه نه رابهر شي 02 مجاهد د آزادۍ چې اقتدار ته ورسېږي بيا هماغه سړی گوره ازادۍ ته لوی خطر شي 03 د قدرت هضمول گران دی دا د هر سړی کار نه دی خيال يې بل فکر يې بل شي چې يې لاس په نوروبر شي 04 دهاتيانو وخت تېر شوی اوس قوي ماشين په کار دی چې پخپل سرباندې نه وي او په سموچارو سر شي 05 تحمل د انتقاد د خوضعيفان نشي کولی ډېر قوی سړی په کار دی چې ددا پېټی ور په سر شی 06 شجاعت اوشهامت دی که څوک حق شي اورېدلی په دې راز باندې هر گوره ديموکرات بايد خبر شي Dictionary meaning × Headword