نظم بې جلبه زور ګل پاچا الفت د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 چې بې قيده بې جلبه زور د هر چا لاس ته ورشي عقل يې کوچ وکړي له سره رحم يې زړه نه رابهر شي 02 مجاهد د آزادۍ چې اقتدار ته ورسېږي بيا هماغه سړی گوره ازادۍ ته لوی خطر شي 03 د قدرت هضمول گران دی دا د هر سړی کار نه دی خيال يې بل فکر يې بل شي چې يې لاس په نوروبر شي 04 دهاتيانو وخت تېر شوی اوس قوي ماشين په کار دی چې پخپل سرباندې نه وي او په سموچارو سر شي 05 تحمل د انتقاد د خوضعيفان نشي کولی ډېر قوی سړی په کار دی چې ددا پېټی ور په سر شی 06 شجاعت اوشهامت دی که څوک حق شي اورېدلی په دې راز باندې هر گوره ديموکرات بايد خبر شي د قاموس مانا × اصلي کلمه