غزل
څه شوه زه که په ظاهر صورت زهیر یم
Ahmad Shah Durraniڅه شوه زه که په ظاهر صورت زهیر یم
چې د خپل یار نظر شته په زړه امیر یم
بړایي هرګز په خپله لویي نه کړم
همېش ستا د قدمونو دامنګیر یم
که مې برق د سپینې تورې بیا برېښنا کا
ستا په مهر په هر لوري عالمګیر یم
و بل لوري ته مې هېڅ مخ مخی نشته
یاره زه چې ستا و در ته تل فقیر یم
د رقیب له لاسه ژاړم و تاته
د بېلتون په توره شپه احمد زهیر یم