غزل

که ظاهر يم تر تا مشر

Ahmad Shah Durrani

که ظاهر يم تر تا مشر

يا له تا مې ډېر ولس دی

که جګړې مې برلاس لاندې

يا ملت زما په وس دی

خو ډېر زور مې دی په لاس کې

دا قدرت را لره بس دی

مشرتوب نه غواړم ځکه

کشرتوب ته مې هوس دی

نه چې پېښ راته وراني شي

څه غبرګون به کړم په حثر

يې منلی مې په سترګو

زه يم کشر ته يې مشر