غزل بست به شي اباد له سره Ahmad Shah Durrani Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 بست به شي اباد له سره بيا به جوړې کنډوالی شي 02 هرې خواته به روانې د سرو اوښو قافلې شي 03 په څپو به هلمند راشي هر طرف ډکې شيلې شي 04 چې هلمند به په څپو کې دوي ته کړي زاړه نکلونه 05 په ورو ورو به يې څرګند کړي خپل د زړه پټ ارمانونه 06 شکر شکر خدايه تاته چې دې مشر راپيدا که 07 اوس د دې زلمي مل شې خپله مرسته ور عطا که 08 چې دا ټيټ ولس راټول کړي له بېلتونه يې جلاکه 09 په يو اواز راپاڅي يوله بله سره ملا که 10 له فراه نه تر هريه له زرنجه تر زابله 11 ټول ملت په يوه زړه شي له تخاره تر کابله Dictionary meaning × Headword