نظم بېګانه Abdul Bari Jahani Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 د نااشنا سترګي ګونګۍ اوښکه يم رغړم ځلېږمه ورکېږم چېرته 02 لکه د هېرو کيسو ورک نومونه له زړونو وزمه هېرېږم چېرته 03 د يوه ليري غره د تيږو تر منځ يوه غوټۍ يم غوړېدلې يمه 04 نه د اوربل نه د ګرېوان په طمع نه د چا سترګو پېژندلې يمه 05 زه د هستۍ د کهکشان پر لمن ناپېژندلی ناليدلی ستوری 06 د يوې ليري نابلدي درې پر يوه پاڼ باندي لوېدلی سيوری 07 زه د حيات د اسمانونو څاڅکی ژوندي درياب ته رالوېدلی يمه 08 يوې څپې يوه لحظه اخيستی وروسته له ځانه پردی سوی يمه 09 د پردي سيل سره الوتی مرغه د بل په خوښه وزرونه وهم 10 د سوز نارې مي بېګانه دي دلته ځکه پر خوله باندي مهرونه وهم 11 زه يو کيسه د لېوني پر ژبه د چا غوږو ته رسېدلې يمه 12 چا مي پر لوري راکتلي نه دي چا له ناکامه اورېدلې نه يمه Dictionary meaning × Headword