غزل بيا نو نهال زما په اوښکو شو گلشن د ژړا Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 بيا نو نهال زما په اوښکو شو گلشن د ژړا عشق مې له سوزه نه سوخته کړو پېرهن د ژړا 02 لکه باران چې په لمن کې د ورېځ وي نهال داسې مې ډکه د گوهرو نه د امن د ژړا 03 ديد ه يې آب وي هر ساعت داسې يې رنگ ورکړو خپل جوړ پشکال شو له خندا چې ودښمن د ژړا 04 مړه حسرتونه مې وو تږي د وصلت د اوبو د اسويلې مې فاتحه ور کړه کفن د ژړا 05 راځي په شکل د پتنگ سوز والم بې شمار سوزان چې شمع کړم د عشق په انجمن د ژړا 06 لښکر د اوښو مې پسپا کړ لو دښمن د فراق د همدمانو نه خالي مې شو وطن د ژړا 07 تار د فراق به مې قبا د محبت جوړه کا حمزه بڼو چې د يار در کړلو سوزن د ژړا Dictionary meaning × Headword