غزل

بيا نو نهال زما په اوښکو شو گلشن د ژړا

امیر حمزه شینواری

بيا نو نهال زما په اوښکو شو گلشن د ژړا

عشق مې له سوزه نه سوخته کړو پېرهن د ژړا

لکه باران چې په لمن کې د ورېځ وي نهال

داسې مې ډکه د گوهرو نه د امن د ژړا

ديد ه يې آب وي هر ساعت داسې يې رنگ ورکړو خپل

جوړ پشکال شو له خندا چې ودښمن د ژړا

مړه حسرتونه مې وو تږي د وصلت د اوبو

د اسويلې مې فاتحه ور کړه کفن د ژړا

راځي په شکل د پتنگ سوز والم بې شمار

سوزان چې شمع کړم د عشق په انجمن د ژړا

لښکر د اوښو مې پسپا کړ لو دښمن د فراق

د همدمانو نه خالي مې شو وطن د ژړا

تار د فراق به مې قبا د محبت جوړه کا

حمزه بڼو چې د يار در کړلو سوزن د ژړا