غزل بې غمي په دنيا چرې ده رحمانه Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 بې غمي په دنيا چرې ده رحمانه! يو بې غم دې څوک راوښيي کدام دی 02 ما د ستا لمن ته اچولی دا خپل ځان دی ستا دی زما نه دی که دانا دی که نادان دی 03 خپله سر کشي لويي مې واړه فراموش شوه هسې مې زړه ستا ولوی قامت وته حيران دی 04 بې تا که گذر په گلستان کړم د گلونو نه پوهېږم هېڅ چې گلستان دی که زندان دی 05 چا پېژندم زه چې عاق نه وم په جهان کې اوس مې ستا له رويه نوم رسوا په درست جهان دی 06 ډېر همزولي تېر شو دمجنون بې نام و نقشه عشق دی چې عاشق لره هم نام دی هم نښان دی 07 لوی تر کوم چينجي دی پروانه،چې افسانه شه واړه په سبب د عاشقيه نمايان دی 08 واړه دخپل ځان په نظر گوره که دانا يې ای عبدالرحمانه! جهان درست عبدالرحمان دی Dictionary meaning × Headword