نظم

بيان د عزيز د شاهد په فراق کې او رسېدل له مجازه و حقيقت و ته

Abdul Hamid Momand

چې يې وشلېده د يار د راتلو طمع

ناميدۍ کړه ورته بله، بله شمع

چې شاهد په ذکر فکر دېوانه شو

د شعور له کوره کليه بېگانه شو

عقل يې واستاوه په يار پسې جاسوس

اور يې پورې کړ په خونه د ناموس

آواره يې کړه يکسر خپل او پردي

شپه او ورځ يې همخانه شوه بې خودي

هسې شان يې د يار غم لاس په گرېوان کړ

چې يې ملک ته د جنون حکمي روان کړ

داب اداب ورځنې پاتې شو دروغو

په رښتيا کړ لېونی د يار دروغو

نهايت چې د مجاز مينې اوتر کړ

حقيقي معشوقې لاس (د دوستۍ) ور کړ

د مجاز په ډبلو ذرې ذرې شو

د صورت په پرستش په اور ايرې شو

شوې هغه ايرې رانجه دده د سترگو

يوپه سله يې شو تېز ليده د سترگو

پرې يې ځير د حقيقي شاهد جمال کړ

له نقصانه يې حاصل دغه کمال کړ

د صورت له کشمکشه په آرام شو

آرام گاه يې دمعنو بيت الحرام شو

د صورت د تور تاريک جمال تروته

کړ اغيار معنوي يار ورته په گوته

چې ور لاندې ديقين قالين بالين شو

بذله گوی په لااحب الافلين شو

سور سندل يې د يقين پورې په سر شو

بې وسواس له سر درده بې خبر شو

هسې رنگه خوا په خوا شوله شاهده

چې يک لخته بې پروا شوله شاهده

چې دغير په نامه ويار نومړي

کړه کسکر هغه بتان هغه وگړي

په ديدن د لايزال حسن محظوظ شو

له آفته دجهت وووت محفوظ شو

بر طرف يې له خاطره شبهه شک شو

له تختي يې د شعور حرفونه حک شو

چې وهلې به يې تل ورځنې کريکې

شوې يې ورکې د هغې نونکۍ څړيکې

د خولې زخم د سکوت په تار رفو شو

شکايت ورته په شان دسپندلو شو

خاموشي يې ترجمه د کاميابۍ کړه

وچو شونډو يې نغمه دخوشحالۍ کړه

وسيله يې حقيقت وته مجاز شو

و حبيب ته يې رهبر غير و غماز شو

خدای يې زهر کړه په ستوني کې دارو

شوه يې کل شک و شبهه له زړه جارو

دا آغاز چې د عزيز په ښه انجام شه

خطايي گوزار رسا د نېک فرجام شه

ماته ياد دی هغه بيت دمولوي

دا مضمون پکې تړلی معنوي

عشق همدم لره اگر چې مجازي وي

ميدان وگټه اگر چې په بازي وي

که دې زړه د حقيقت په کار سازي وي

مينه مه پرېږده اگر چې مجازي وي

راشه راکړه اې ساقي هغه شراب

چې په څښل يې شم بې هوش خراب تراب

د صورت له کوره کليه بېگانه شم

د معنو په مېنه پرېملم يگانه شم