نظم
بيانول د عشق د عزيز په شاهد دلستان باندې و همزولو ته ويل د خپلې مينې
Abdul Hamid Momandيوه شپه چې يې سياهي د سترگو نور وه
رو شنايي يې د جهان وړې په چور وه
د هوسو له شوخو سترگو وه يستلې
له شوخۍ په مخ د خلقو وه زغاستلې
د ليلی له تورو زلفو خوا په خوا وه
د مجنون له بې خوابيه بې پروا وه
هغه شپه له بې خوابۍ د شمعې دل
پړکېده لکه مرغه په نيم بسمل
د چراغ لوگی يې زلفې سنبل گون و
چې يې کړی په نگهت دگل شبخون و
هغه شپه يو څو ياران هوس طلب
يو له بله د هوس جوس طلب
دم قدم د يوه سن په يوه سند کې
پېچيده لکه بوسه په شکر خند کې
له اغياره کناره په مجلس ناست وو
په دولت کې له دولته مفلس ناست وو
می ونی، جنگ و رباب يې سره جوړ کړ
د مجلس همه اسياب يې سره جوړ کړ
تماشې ته يې دښکلو له لمعانه
وو ولاړ هزار کشمير، هزار کنعانه
د خامۍ د مدارۍ له از برايه
د زُهرې ورته زَهره له ورايه
که يې دم که يې قدم و په قانون و
افلاطون د زمانې پکې مجنون و
د ساقي د مستو سترگو اشارت
چنگ و نی بياناوه په عبارت
ثريا بنات النعش يې ساز د بزم
نه په نثر سره گډ شو، نه په نظم
هر يوه به خوښول د بل صاحبه
لکه شمع هسې اور اخست په ژبه
گفتگوی يې سره کړ له هره بابه
خصوصاً د محبت له داب ادابه
تمامي اهل مجلس په گفتگوی
په مجلس د فصاحت کې واهه گوی
هسې شان سره مجلس يارانو جوړ کړ
چې عشرت يې دجهان پکې نچوړ کړ
چې په هيڅ سرو سامان نه و نيمگړی
ځکه و په جمعيت د زړه نومړی
وار په وار يې کړې قصې د غم حصې
آلوده د محبت په غم غصې
وې يې څه له گذشته و شر وشور کړئ
د ژوندو ترانه واورئ مړه در گور کړئ
چې د درست مجلس په گوته کې غمی و
عشق اندېش محبت کېش غوره زلمی و
د عزيز په نام نومړی با تميز و
په هر چا لکه نامه هسې عزيز و
چې زوولی ځنې دی بدرمنير و
هغه کس د عالم گير بادشاه امير و
په عزيز چې د شاهد دمينې ځله
غلبه شوه نهايت په يوه ځله
هېڅ يې نه واته په غير فکر ذکر
ذکر فکر و دده وړی په فکر
په دې ښهر کې نن شپه يوه پېښه
پېښه شوې وه په لويه خرخښه
يوټولی دی په لباس د بگتيا وو
چې دروغ د دوی تېری کړي تر رښتيا وو
همسفر يې په کاروان کې يو يوسف دی
چې محل د مِهر وماه د تاسف دی
په روش د پتنگانو همه جمع
په نڅا کېوهي څرخ په هغه شمع
مقلد، مشعبد، بگت بازان دي
د خپل فن په اصطلاح کې استاذان دي
هر احد چې د سرود په نغمه ناڅي
ته به وايې گڼه موم په لمبه څاڅي
څو څو رنگه رنگ و راگ په عمل راوړي
يو صورت په څو معنو محتمل راوړي
په څو شانه مختلف اشکال تړي
هېڅ مې نه زده چې پېريان دي که سړي
کله ښځې کله نر کله هجړي شي
کله د يو کله پيري کله سړي شي
گاه هندوان، گهې سني مسلمانان شي
گاه شېخان تسبېح په لاس، گاه لونډان شي
گاه جوگيان گاه سنداسيان گهې سکان شي
گاه مغل غوندې پگړۍ، گاه افغانان شي
له سپی کله مزری کله آهو شي
گهې روغ، گاه لېونی سر په هاهو شي
دم په دم هسې پېښه څرگندوي
چې غمجن خوشحالوي مړه خندوي
چې سبب زما د هومره تاسف دی
ددې قوم په کاروان کې يو يوسف دی
چې يعقوب زما د زړه پکې پرېشان دی
همسفر هغه يوسف ددې کاروان دی
هر طرف ته يې د حسن له لمعان
دي ولاړ هزار يوسف هزار کنعان
يا نر حور دی په ښايست ياښاپېری دی
نه غلط شوم په دا دواړو دی تېری دی
له حجابه چې يې مخ ووهي برق
نه شي هېڅ دده دبرق دشوخۍ فرق
چې يې بله دمخ شمع روانه شي
هغه دم ورباندې جمع پروانه شي
لعل يې شرم کاله شونډو په يمن کې
گل يې سهم خوري له مخه په چمن کې
خوله يې رمزله تنگۍ لن تراني کا
په نيم حرف يې د توتي ژبه گراني کا
چې يې شرم کاله سترگو د هر دهر
ځکه نه کوي ويسا هوسۍ په ښهر
چې دننه کا چمن ته په ښېوه پښه
په خدمت يې سروې ودري په يوه پښه
چې يې ووينې هنگام دحيا گرم
شوخې سترگې نرگس کوزې کا په شرم
چې درغل شي د چمن پچه پچه
ډکه خوله له وينو وخاندي غونچه
خصوصاً هغه عزيز هسې بې هوښ و
چې له ډېره درده دوکه په هوښ هوښ و
تا به وې چې گڼه څښلي ده شراب دي
يا ليدلې ده پري چرې په خواب دي
گاه به کښېناست ځوړند سر لکه نرگس
سترگې کوزې له گلرخو د مجلس
گاه به مست بېهوشه لاړ په هسې رنگ
چې دښنو به يې واهه په سينه سنگ
ناديده يې د ديدار متحمل شو
د نامې په اورېدو د تېغ بسمل شو
عاشقي موقوفه نه ده په ليدو
دا فتنه اکثر پاڅي له اورېدو
راشه راوړه چنگ ونی مطربه غږ کړه
مشرف مې د ديدن په زيري غوږ کړه
چې په تشو اورېدو هسې کهېږم
د ليدو په وخت به څه شم نه پوهېږم