نظم

بيانول د عشق د عزيز په شاهد دلستان باندې و همزولو ته ويل د خپلې مينې

Abdul Hamid Momand

تل دده دمستو سترگو له گايله

په عوض د وينو می ځي زما دله

هسې زېب کا سم قامت دگلعذار

لکه سور په وينو تېغ چې کړي گوزار

په محراب کې يې د وروځو لکه خال

هر زاهد په سجده پروت وي خسته حال

چې تر دې دده فرياد متحمل شو

نور قرار هغه مرغه د نيم بسمل شو

نه پوهېږم څه مذکور هغه قفس کړ

چې يې اور په ځاله پورې دنفس کړ

چې چراغ د قتل توره وښکه درسته

پروانه دشهادن وينا ولوسته

گفتگوی يې تمامي اهل مجلس

دشعور له مال و ملکه کړ مفلس

ځانه ځان په ټال د فکر زنگېده

د آرام له دلارامه جنگېده

اورېدو دليدو کار وکړ په زړه کې

د عيسی له دمه، دم راغی په مړه کې