غزل بېگا په خوب کې ما ښکلی اشنا ليدلی دی Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 بېگا په خوب کې ما ښکلی اشنا ليدلی دی دا خوب وينم که خوب په خوب کې ما ليدلی دی 02 ای چشم شوقه بند شه او بې ادبه مه شه دادی فقط خيال که هر چا ليدلی دی 03 شک نشته دا منم چې مې رښتيا ليدلی دی طاير د خپل نظر مې په جليا ليدلی دی 04 چشم نظر مې زلفو د پردې نه عکس د رُخ د شپې په سترگو مخ د سپين سبا ليدلی دی 05 مرغ سحر په هغه کې دا رشک زاهده؟ اشنا پتنگ د ځان په توتيا ليدلی دی 06 بې زخم د بې سوزه خو عاشق نه وي حمزه پروانه چا له شمعې بېنوا ليدلی دی Dictionary meaning × Headword