غزل بېگا په خوب کې ما ښکلی اشنا ليدلی دی امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 بېگا په خوب کې ما ښکلی اشنا ليدلی دی دا خوب وينم که خوب په خوب کې ما ليدلی دی 02 ای چشم شوقه بند شه او بې ادبه مه شه دادی فقط خيال که هر چا ليدلی دی 03 شک نشته دا منم چې مې رښتيا ليدلی دی طاير د خپل نظر مې په جليا ليدلی دی 04 چشم نظر مې زلفو د پردې نه عکس د رُخ د شپې په سترگو مخ د سپين سبا ليدلی دی 05 مرغ سحر په هغه کې دا رشک زاهده؟ اشنا پتنگ د ځان په توتيا ليدلی دی 06 بې زخم د بې سوزه خو عاشق نه وي حمزه پروانه چا له شمعې بېنوا ليدلی دی د قاموس مانا × اصلي کلمه