غزل
چا چې نمري وي په خپلو وينو وللي
Rahman Babaچا چې نمري وي په خپلو وينو وللي
د شبنم په څېر به تل وي سپين سپېڅلي
که صياد څخه د اوښکو دانې نه وي
د هوا مرغونه هېچا نه دي نيولي
هر يومخ کله لايق د آبرويي وي
اوښکې نه درومي په مخ د هر ناولي
هره شپه به شمعې څه لره ژړا کړه
که يې نه وی په ژړا کې څه موندلي
ما رحمان به ژړا نه کړه له خوبانو
که مې نه وی په قسمت دا هسې کښلي