غزل

چل څه دی پخوا به د هوسۍ شوې د تا سترگې

Hamza Shinwari

چل څه دی پخوا به د هوسۍ شوې د تا سترگې

نن چې ورته گورمه زمرۍ شوې د تا سترگې

ولې پښتنې داسې پردۍ شوې د تا سترگې

څرنگه نقشه د بې پتۍ شوې دتا سترگې

ما خو وې چې لا يې پېغلتوب کچه غوټۍ ده

يونظر مې څه و چې زلمۍ شوې د تا سترگې

غشي هم پکې وو، مرهمونه هم پکې وو

ته چې په شا لاړلې موسکۍ شوې د تا سترگې

روغ نه وم پخپله څه مې ووې رانه هېر دي

ياد مې دي بس دا چې لېونۍ شوې د تا سترگې

تاته به اوس گورمه اشنا دتا په سترگو

راغلې په لېمو کې مې ککۍ شوې د تا سترگې

ښايي چې نه ترهه وي پکې نه بې لوظي وي

حيف دی که هندکۍ او پېرنگۍ شوې د تا سترگې

بيا د تا حمزه به بې نوا بې نوا نه وي

بېرته که دې خوار ته پخوانۍ شوې د تا سترگې