غزل چل څه دی پخوا به د هوسۍ شوې د تا سترگې امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 چل څه دی پخوا به د هوسۍ شوې د تا سترگې نن چې ورته گورمه زمرۍ شوې د تا سترگې 02 ولې پښتنې داسې پردۍ شوې د تا سترگې څرنگه نقشه د بې پتۍ شوې دتا سترگې 03 ما خو وې چې لا يې پېغلتوب کچه غوټۍ ده يونظر مې څه و چې زلمۍ شوې د تا سترگې 04 غشي هم پکې وو، مرهمونه هم پکې وو ته چې په شا لاړلې موسکۍ شوې د تا سترگې 05 روغ نه وم پخپله څه مې ووې رانه هېر دي ياد مې دي بس دا چې لېونۍ شوې د تا سترگې 06 تاته به اوس گورمه اشنا دتا په سترگو راغلې په لېمو کې مې ککۍ شوې د تا سترگې 07 ښايي چې نه ترهه وي پکې نه بې لوظي وي حيف دی که هندکۍ او پېرنگۍ شوې د تا سترگې 08 بيا د تا حمزه به بې نوا بې نوا نه وي بېرته که دې خوار ته پخوانۍ شوې د تا سترگې د قاموس مانا × اصلي کلمه