غزل

چې له تاسره په سر کاندي سودا

Rahman Baba

چې له تاسره په سر کاندي سودا

بل به نه وي هسې ما غوندې شيدا

نه به ما غوندې شيدا وي په جهان کې

نه به تا غوندې دلبر شي بل پيدا

ما په صبر تا په جور او جفا وکړه

ولې نشي د ژړا په ځای خندا

بې دا ستا له مخه کون دی که مکان دی

ښه توښه مې نه په دا شي نه په دا

جدايي به دې هيڅ رنګ قبوله نکړم

څو مې نه وي روح کالبوت سره جدا

لکه وروستو مقديان وړاندې امام وي

ما په تا پسې ده کړې اقتدا

زه يو نه يم درست جهان په تا مين دی

که بادشاه دی ددې دهر که ګدا

کشکې خط دې مانيه وما راکړې

چې له ماسره وعده کړي د فردا

زه پخپله په تا نه يم مين شوی

ستا له رويه په ما شوې ده ندا

زه په تا باندې مين يم له ازله

نه چې کړې مې نن ورځ ده ابتدا

چې دا ستا د عاشقۍ په تيغ شهيد شم

د ” رحمان ” غاړه به هله شي ادا

د “رحمان ” و زيړي رنګ وته نظر کړه

چې مدام په تاپسې کاندې ژړا