غزل

چې اميد په عمارت ددې جهان کا

Rahman Baba

چې اميد په عمارت ددې جهان کا

لکه کرښه په اوبو هسې نشان کا

د اوبو په مخ د کرښې بقا نشته

په نابود باندې ناحق د بود گومان کا

نادانانو هسې دين په دنيا بايلو د

لکه وړکی دُر بدل په پارچه نان کا

د دنيا د دين نسبت وبله نه شي

اور اوبه سره استوگنه په څه شان کا

په خپل ځای دې سړی غواړي هر چې غواړي

نه چې بې ورېځي طمع د باران کا

عشق دنفس له خاصيته منزه دی

کار د سترگو به څوک څه رنگ په دهان کا

لکه چشم و گوش په کارکې و بله بېل وي

هسې دين و دنيا حکم په ځان ځان کا

په پيرۍ کې دځوانيه خيال دی هسې

لکه څوک چې دباغ سير په خزان کا

بې درگاهه يې بل ځای د رحمان نشته

په سفر استوگنه څو مسافران کا