غزل
چې برهم کا عاشقي د چا مزاج
Rahman Babaچې برهم کا عاشقي د چا مزاج
حکيمان يې درمانده شي په علاج
په اشنا پسې تل ژاړي په دوه سترگو
د اوبو په ځای خوناب کاندي اخراج
دواړه لاس يې وي له دواړه کونه وللي
ډوب وي تل د عاشقۍ په لوی امواج
په هغو کې چې څه بوی دعاشقۍ وي
په کې نه وي بوی د رسم و د رواج
ابراهيم ادهم څه هسې نادان نه و
چې نظر يې يا په تخت و يا په تاج
مجنون هسې رنگ مين په ليلی نه و
چې په نورو يې موقوف و احتياج
لېونتوب له لېونيو تلونی نه دی
که يې راج په خونه ورشي که تاراج
که يې سر لکه منصور غوندې په دار شي
دغه دار دی و رحمان وته معراج