غزل

چې د خپل اشنا له وصله مهجوران دي

Rahman Baba

چې د خپل اشنا له وصله مهجوران دي

که ژوندي دي په معنی کې مردگان دي

زه د يار تر جداييه په مرگ خوښ يم

سخت دارو دی چې هم درد شي هم دوا شي

بيا دارو په تاو وهلی چې سوزان دي

لکه شمع په ورځ مرمه د شپې سوځم

اوس و ماته مرگ ژوندون دواړه يکسان دي

د گلونو تر ډېر عمر دا سود ډېر دی

چې همه سره کفنونه شهيدان دي

له خزانه دبهار څېره پيدا کا

مخ و څټ د فاني د هر يکهمان دي

ما د يار ديدن حاصل که په پرده کې

د بوی چارې يې همه د خوند په شان دي

ريا کار چې په ريا طاعت نازېږي

ناسره مهر په لاس گرځي ټگان دي

عاقبت به لکه تش بادام خجل شي

د اسلام جامې اغوستې کافران دي

چې د تن په پاکۍ پاک په زړه ناپاک وي

د لرگيو تورې په تيکي سپاهيالن دي

چې خپل درد يې خدای دارو کاندي رحمانه!