غزل
چې د څنگه مې دلبر په لاس کې جام دی
Rahman Babaچې د څنگه مې دلبر په لاس کې جام دی
نن اورنگ د زمانې زما غلام دی
مدام کله وي دنيا د دنيا دارو
بې له عشقه چې دولت يې مستدام دی
دا هارون څرخ پای نيلی ددې سپهر
څو به دو کا چې يې دو په سر دبام دی
د دنيا چارې په مثل دي دسيوري
د آفتاب په مخ د سيوري څه مقام دی
که يې صبح ښايسته ده خنده رويه
بيا يې هسې په هر صبح پسې شام دی
نه په مهر کې آرام شته نه په ماه کې
په دنيا راغلی هر يو بې آرام دی
ته چې خپل فراغت غواړې په جهان کې
فراغت خاطر راوښيه کدام دی
صورت روغ د خاورو خامو دی رحمانه!
چې په خامه چار نازېږي هغه خام دی