غزل

چې دارو د درد و غم وي هغه می

Rahman Baba

چې دارو د درد و غم وي هغه می

ساقي ماره يو دوه جامه پياپی

می دخپلو لبو را، نه دانگورو

چې اول يې نوشيدن وي پسې قی

په هر تېغ کې چې آب نه وي د شرابو

څوک د غم په غليم نه مومي بری

جام د ميو چې غمخور د کل جهان شه

زه به اوسم په دا غم کې تا به کی

راشه يو ځله مې هسې مست خراب کړه

چې خبر نه شم له حاله دهېڅ شی

بې خودي هسې پناه ده زور آوره

چې له هره غمه خلاص کاندي سړی

زه هغه تحصيل تمام گڼم په عشق کې

چې يې روغ وگړی بولي لېونی!

رحمان صلحه له رقيب سره په دا کا

اشنا ښه دی البته خوړونکی سپی