غزل
چې دوې ښځې وي د چا
Rahman Babaچې دوې ښځې وي د چا
هم سخي وي هم پارسا
خدمت کړونې د څښتن وي
په ښه خوی وي آراستا
تفاوت په کې حرام دی
که شړۍ وي که خاصا
لازم دادي و څښتن ته
تفاوت دې نه کا بيا
په خوراک هم په پوشاک کې
که گاڼه وي که خزوا
او که دا هسې به نه کا
خپل عمل به کا بيديا
يو دلې به مجنون ومري
بل هورې به شي رو سيا
دا حديث دی وارد شوی
که څوک فهم کا په دا
هغه څوک چې تفاوت کا
زه ويزار يم دی له ما
په مشکوت کې دي راغلي
ورشه وپوښته عُلما
رحمان ژغورې يوه خدايه
له عذاب له خطا