غزل

چې له مرگه بې پروا يې په هردم

Rahman Baba

چې له مرگه بې پروا يې په هردم

دغه هسې غم دې هېر دی په کوم غم

نور همه واړه غمونه به دې هېر شي

که يوځل درباندې در شي دا ماتم

چې زخمي يې صبا نه مومي په بيعه

مفت مونده شي نن ساعت هغه مرهم

دمرهمو تياري درلره بويه

څو لا نه يې د اجل په تېغ کړم

چې د تن له سرايه درومې تو ښه واخله

تر دا سرای په هورته نشته سرای دويم

ددې لارې تله څه هسې اسان نه دي

مشکلات دي په هر دم په هر قدم

که دې وېره شي له ظلمه له ستمه

ته هم مه کړه په هېچا باندې ستم

که اميد لرې له رحمه له کرمه

ستا هم بويه په هر چا باندې کرم

له هر چا سره چې کړې هغه به مومې

د هېڅ تخم مېوه نه درومي برهم

اجر واړه د عمل په اندازه وي

دغه دواړه سره يو دي هم درهم

اوس د ستا رضا نېکي کړې که بدي کړې

نېک و بد دې دواړه کښوی شي په قلم

خدای د رزق په زېرمه مه هېروه کلک شه

تر سړي د سړي رزق دی مقدم

که گڼې چې په حرص سره څه زيات شي

زيات به نه شي د يوې ستنې تر سوم

که هزار رنگه تالاش او تدبير وکړې

د قسمت شوي به نه کړې زيات و کم

ډېر هوا او حرص مه کوه خدای ياد کړه

دی کافي دی دعرب او د عجم

په تا قرض عبادت د خپل څښتن دی

نه لښکرې خزانې ملک و حشم

ټوک روټۍ يوه شړۍ در لره بس ده

نور همه واړه اسراف دی مسلم

له خوراکه غرض قوت او لايموت دی

نه چې غوښې، غوړي، وريجې يا غنم

له پوشاکه غرض خپسر پټول دي

نه اطلس و سقلات تاج و علم

پس له مرگه به دې هورې هم خانه وي

څه پوهېږې يا به مار وي يا لړم

که حرص درباندې زور شي مرگ در ياد کړه

دا علاج دی دغه رنځ لره محکم

د لحد دتاريکۍ علاج به څه کړې

چې ته دلته کې وېرېږې په تورتم

غفلت هېڅ مناسب نه دی دسپين ږيريو

خوب روا نه دی په وخت د صبحدم

مار چې سوړې لره ورشي گوره سم شي

ته د گور په غاړه راغلې نه شوې سم

خم قامت د دنيا کار کړې عمر واړه

او په دوه رکعته نفلو نه شوې خم

ځان پخوا تر هغه وژاړه که مرد يې

چې په تا باندې ژړا کا انصاف وکړه

نور عالم چې په تا ژاړي انصاف وکړه

بې انصافه ته په څه يې خوښ خرم

که زه نه وايم ته خپلې سترگې وا کړه

کور دې چوړ شه ته چارپای يې که آدم

ای رحمانه! لکه ته چې په خدای گرم يې

بل به نه وي په جهان کې هسې گرم