غزل
چې له سترگو مې خوناب د زړه عيان شۀ
Rahman Babaچې له سترگو مې خوناب د زړه عيان شۀ
له نظره مې هر سنگ دُر و مرجان شه
خراب زړه چې مې ژړل د يار له غمه
بيا په اجر د هغې ژړا خندان شۀ
وغمونو مې مېوه د ښادۍ وکړه
مخ په پورته مې د غم لښتی روان شۀ
کمينه له جمله آفته خلاص کړم
لکه خاورې ددښمنو په چشمان شه
د غوسې نهر مې شهد شو په صبر
د خليل په دود آتش راگلستان شه
عشق يو داد دی په عاشق باندې له خدايه
هسې نه چې و هر چا وته عيان شه
چې په ژوند يې اشنايي وشوه له مرگه
د قيامت ساعت پرې تېر په دا جهان شه
چې د يار زلفې رخسار مې په زړه نقش شو
خپل خلوت مې خراسان و هندوستان شه
د مکې حاجيان څه واړه حاجيان نه دي
جوړ بازار په مفلسانو کوهستان شه
د رنځور علاج تراخه تراخه دارو وي
دغه درد دی چې هم درد و هم درمان شه
چې دا ستا د خولو بوی ورباندې راغی
دعطار په مخ د اوښکو رود روان شۀ
عشق د يار په راڼه وچولي ولجه دی
خو چې وچولی يې غوټه کړ تاوان شه
علامت د استغنا به يې څرگند وي
هغه څوک چې تېر تر ځان و تر جهان شه
د گرېبان په چا کول يې څه لارغه وي
چې ځيگر يې وړومبی چاک تر گرېبان شه
نادانان به د دنيا غمونه کاندي
مرد هغه دی چې په زېرمه دخپل ځان شه
نشانه د نادانۍ به نوره څه وي؟
چې سړی په خپل کردار باندې پښېمان شۀ
ادميت څه په دولت نه دی رحمانه!
بُت که جوړ شي د سرو زرو نه انسان شۀ