غزل

چې مدام د بل و عيب وته نظر کړې

Rahman Baba

چې مدام د بل و عيب وته نظر کړې

خدای له خپله عيبه ولې ناخبر کړې

که يوه جودانه عيب وينې دنورو

هغه يو جودانه عيب به يې تور غر کړې

که دې خپله گناه لويه لکه غر وي

په حيله حيله به غر دمچ وزر کړې

که څوک تله د انصاف درته په لاس کا

خپل ټټو او د بل اس به برابر کړې

تو لعنت دې په دا هسې منصفۍ شه

چې له حقه وباطل وته گذر کړې

خدای وتاته دملکو مقام در کړ

ته دا خپل صورت په خپله گاو خر کړې

چې خدای ستا په رضا کار کا ستا هم بويه

چې دا خپله رضا واړه وخدای ورکړې

نه هغه د چا، د ستا په رضا کار کا

ته خپل ځان دده په کار کې موقر کړې

په نعمت يې شکرانه کولی نه شې

چې زحمت درباندې در شي شور و شر کړې

که دې يو وېښته د ځان د پاسه کوږ شي

ځان هغه ساعت له خدايه مرور کړې

که ښندلی دې په خدای وي يو کيکوړی

نمايان يې په جهان کې کله نمر کړې

لکه څوک تر مکې لاړ شي بېرته راشي

د دنيا د پاره هسې لوی سفر کړې

که يوه رتيه زر دې په لاس کښېوځي

خرڅ خروار د عبادت په رتۍ زر کړې

د ځوانۍ عمر دې تېر کړو په غفلت کې

د پيرۍ په وخت څه زېرمه دمحشر کړې

په دنيا پسې دې نمري دي رنگ کړې

ځان و خلکو ته دروېش و قلندر کړې

لکه وار چې د زړه لوليه تېر شي

اوس توبې له ضرورته په سپين سر کړې

په پيرۍ کې د ځوانيه چارې نه شي

ته په ورځ د عاشورې به څه اختر کړې

لکه بېخ د زړې ونې چينجي وخوري

په دا تېر عمر به څه ښاخ و ثمر کړې

دغه باغ به دې خلاص نه شي له خزانه

که چاپېر ورځنې سد دسنکدر کړې

وبدخواه وته څوک نېک نصيحت نه کا

رحمان ستا په غم شريک دی که باور کړې