غزل
چي مدام د بل و عيبو ته نظر کړې
Rahman Babaچي مدام د بل و عيبو ته نظر کړې
خدای د خپله عيبه ولي بې خبر کړې
که يوه جودانه عيب وينې په بل کښي
هغه يو جودانه عيب به يې لوی غر کړې
که دي خپله ګناه لويه لکه غر وي
په حيله حيله به غر د مچ وزر کړې
که څوک تله د انصاف په لاس کښي در کړي
خپل ټټو او د بل اس به برابر کړې
تو لعنت دي په دا هسي منصفي شه
چي د حقه و باطل و ته ګذر کړې
تا ته رب د ملايکو مقام در کړ
تا دا خپل صورت پخپله ګاو و خر کړ
که دي يو وېښته د ځان د پاسه کوږ شي
ځان هغه ساعت له خدايه مرور کړې
د ځوانۍ عمر دي تېر کړ په غفلت کښي
په پيري کي به څه زېرمه د محشر کړې
په پيري کښي د ځوانۍ چاري نه ښايي
ته په ورځ د عاشورې به څه اختر کړې
لکه بېخ د زړې وني چينجي وخوري
په دا تېر عمر به څه ښاخ و ثمر کړې
دغه باغ به دي خلاص نه شي له خزانه
که چاپېر ور ځني سد د سکندر کړې
و بد خواوو ته هيڅ څوک نصيحت نه کا
رحمان ستا په غم شريک دئ که باور کړې