غزل چې مې غم کړو زړه کباب په شراب خوښ يم Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 چې مې غم کړو زړه کباب په شراب خوښ يم که وحشي يم په نعمت د شباب خوښ يم 02 که فنا د عشق په سيند کې ده، ژؤند هم شته روانۍ کې په مثال دحباب خوښ يم 03 که نغمه، شاهد هوسۍ، دخوب عالم وي ای غافل اوده عالمه په خواب خوښ يم 04 خاموشي ديار له وصفه وفا نه ده زه گويا دهغه ښکلي په باب خوښ يم 05 د نوکر په غلامۍ کې عزت چرته چا کرۍ د ازادۍ کې حساب خوښ يم 06 اضطراب مې دارمان له زبېرگو جوړ شو زه حمزه لکه ډک جام په افتاب خوښ يم Dictionary meaning × Headword