غزل

چې مې مينه خدای په تا باندې پيدا کړه

Rahman Baba

چې مې مينه خدای په تا باندې پيدا کړه

تر که ما په هغه ورځ خپله رضا کړه

اوس د ستا رضا، جفا کړې که وفا کړې

ما د ستا جفا قبوله په وفا کړه

گل په لعلو په گوهر کله څوک پېري

بې له ما چې تا خندا کړه ما ژړا کړه

بې له ما چې د ستا غم په هوس پېرم

کوم وگړی په هوس د غم سودا کړه

دوه ياران به دا رنگ نه وي چا ليدلي

چې يوه ورته ښکنځل کړه بل دعا کړه

ما و درست جهان ته شا و تاته مخ کړ

تا و درست جهان ته مخ و ماته شا کړه

ډېر هندکي په جهان گرځي د چا ياد دي

عشق عالي پايه د هير او د رانجا کړه

هم په دا يې تر همايه نام بلند شو

چې قبوله عندليب د گل جفا کړه

نا اشنا د بېلتانه له غمه څه زده

خدای دغه خواري په بخره د اشنا کړه

عاشقان د يار تر سپيو هم ځارېږي

گڼه ما د رقيبانو څه پروا کړه

زه رحمان چې ستا د حسن ثنا خوان شوم

ستا له رويه درست جهان زما ثنا کړه