غزل چې مې په زړه کې په لېمو کې ته يې Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 چې مې په زړه کې په لېمو کې ته يې ځکه زما په ورځو شپو کې ته يې 02 در کتی نه شم خو ليدی دې شمه زما د سترگو په ککو کې ته يې 03 نه به اوږده نه به ساره وي اشنا خو په اوږدو او په سارو کې ته يې 04 زه د هر يوښکلي مَېن نه يمه خو د هر يو په موسېدو کې ته يې 05 که مسلسله قهقهه يې اشنا د صراحيو په سلگو کې ته يې 06 مينې ته خلک ړنده ولې وايي ښکليه مدام چې په پردو کې ته يې 07 د زړه پولۍ مې دي تازه اوسي تل خوښ چې په دې ښکلو کيږدو کې ته يې 08 د دلاسو عجيبه خوی لرې ته هم مې د زړه په تلوسو کې ته يې 09 حمزه په روغو کې هم تا وينمه هم په ټولي د لېونو کې ته يې Dictionary meaning × Headword