غزل چې مې په زړه کې په لېمو کې ته يې امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 چې مې په زړه کې په لېمو کې ته يې ځکه زما په ورځو شپو کې ته يې 02 در کتی نه شم خو ليدی دې شمه زما د سترگو په ککو کې ته يې 03 نه به اوږده نه به ساره وي اشنا خو په اوږدو او په سارو کې ته يې 04 زه د هر يوښکلي مَېن نه يمه خو د هر يو په موسېدو کې ته يې 05 که مسلسله قهقهه يې اشنا د صراحيو په سلگو کې ته يې 06 مينې ته خلک ړنده ولې وايي ښکليه مدام چې په پردو کې ته يې 07 د زړه پولۍ مې دي تازه اوسي تل خوښ چې په دې ښکلو کيږدو کې ته يې 08 د دلاسو عجيبه خوی لرې ته هم مې د زړه په تلوسو کې ته يې 09 حمزه په روغو کې هم تا وينمه هم په ټولي د لېونو کې ته يې د قاموس مانا × اصلي کلمه