غزل
چې نظر باز و بې نظر پاتې دی
Hamza Shinwariچې نظر باز و بې نظر پاتې دی
ډېر چې خبر و بې خبر پاتې دی
چې مې ارمان د خپل نظر پاتې دی
لا خو احساس د کوم خبر پاتې دی
عشقه بې باکه اوس خطر دی په کار
ورک چې خطر شو دا خطر پاتې دی
زيات دې جنون شي د اشنا په ليدو
عشقه په تا کې لا هنر پاتې دی
بار د وفا دی غورځول مشکل
بار د پښتو مې لا په سر پاتې دی
نن په رندانو کې چې نشته خروش
ساقي ويل چې څوک بهر پاتې دی
دا سخاوت د تبسم يې حمزه
څوک به پرې موړ وي څوک نهر پاتې دی