غزل چې نظر د يو له بله برابر شي Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 چې نظر د يو له بله برابر شي که حبيب دی که عدو وبله سر شي 02 ښکار دعشق چې يمه ښکار دمرگ به نه شم غشی څه کا چې سپوږمۍ د چا سپر شي 03 ستا خيال دی چې په مخکې مې موسکی دی سپوږمۍ خاندي په رڼا چې مخ په نمر شي 04 پرېشان لکه دگل شوې خانده خانده دهجران شپه دې په غم ولې سحر شي 05 زېړ گلاب په لاس کې ځکه وړم اشنا ته گوندې چرته يې زما په مخ نظر شي 06 عاشقان يې ارماني يار په گوشه کې خضره څنگ اوبه دژوند به ميسر شي 07 حمزه تل چې کړي صفت دزلفو، سترگو د قلم به سياهي مشک و عنبر شي Dictionary meaning × Headword