غزل چې نظر د يو له بله برابر شي امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 چې نظر د يو له بله برابر شي که حبيب دی که عدو وبله سر شي 02 ښکار دعشق چې يمه ښکار دمرگ به نه شم غشی څه کا چې سپوږمۍ د چا سپر شي 03 ستا خيال دی چې په مخکې مې موسکی دی سپوږمۍ خاندي په رڼا چې مخ په نمر شي 04 پرېشان لکه دگل شوې خانده خانده دهجران شپه دې په غم ولې سحر شي 05 زېړ گلاب په لاس کې ځکه وړم اشنا ته گوندې چرته يې زما په مخ نظر شي 06 عاشقان يې ارماني يار په گوشه کې خضره څنگ اوبه دژوند به ميسر شي 07 حمزه تل چې کړي صفت دزلفو، سترگو د قلم به سياهي مشک و عنبر شي د قاموس مانا × اصلي کلمه