غزل چې نظر مې شو نظر، نظر د چا دی Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 چې نظر مې شو نظر، نظر د چا دی چې رگ رگ مې شوخبر، خبر دچا دی 02 خاندي څيری کړي گرېوان په وينو ژاړي دا د تېرې سپېرې شپې سحر د چا دی 03 دوه په دوه يو، خو نظر دی بوږنېدلی اشنا وايه در سره خطر د چا دی 04 زه چې چرته ومه، هلته يم تر اوسه دا عمري سفر زما سفر د چا دی 05 زه که پروت يم په سجده د اشنا درته ښه واعظه زما سر په در د چا دی 06 له فنا بقا چې تېر په يو قدم وي عقله! ووايه چې دا هنر د چا دی 07 ستا نظر چې په هېڅ هم نه مړېږي حمزه ووايه چې دا نهر دچا دی Dictionary meaning × Headword