غزل چې نظر مې شو نظر، نظر د چا دی امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 چې نظر مې شو نظر، نظر د چا دی چې رگ رگ مې شوخبر، خبر دچا دی 02 خاندي څيری کړي گرېوان په وينو ژاړي دا د تېرې سپېرې شپې سحر د چا دی 03 دوه په دوه يو، خو نظر دی بوږنېدلی اشنا وايه در سره خطر د چا دی 04 زه چې چرته ومه، هلته يم تر اوسه دا عمري سفر زما سفر د چا دی 05 زه که پروت يم په سجده د اشنا درته ښه واعظه زما سر په در د چا دی 06 له فنا بقا چې تېر په يو قدم وي عقله! ووايه چې دا هنر د چا دی 07 ستا نظر چې په هېڅ هم نه مړېږي حمزه ووايه چې دا نهر دچا دی د قاموس مانا × اصلي کلمه