غزل چې په کار شي د سړي هغه سړی دی Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 چې په کار شي د سړي هغه سړی دی گنې ښه ترې نه د پت په هکله سپی دی 02 چې دې زړه متکيف عقل فنا شي بې له شکه هغه وگڼه چې دی دی 03 چې په سترگو کې يې آب د حيا نه وي د زړه ډنډ يې هسې وگڼه چې لی دی 04 د عدم چې دي قايل ورته حيران يم چې لاشی يې هم په فکر کې يو شی دی 05 تېر دې مچ کړو د هنر، زړه دې راډک شو ورته خود د محبت راغلی قی دی 06 سليمان که په معنی يې خو مېږی شې ځوانه ورک که دهمت در نه غمی دی 07 تږی ډېر د حقيقت پرې تېروتلی چې په ځای د اوبو ډک له هواژی دی 08 خپل دې هغه چې په خوی در سره يو وي خپل دې هم په خوی پردی که وي، پردی دی 09 حمزه خيال چې د شاعر څومره زړېږي که له هرې خوا يې وگورې زلمی دی Dictionary meaning × Headword