غزل چې په ښکليو زما مينه ازلي شوه Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 چې په ښکليو زما مينه ازلي شوه خود بخود جفا د ښکليو ابدي شوه 02 نمر د مينې مې راخېژي که پرېوځي چې فضا زما د سترگو شفقي شوه 03 چې په زور کې زما سوال او ستا انکار شول نن خبره د لري او د بري شوه 04 اوس له ياره زيات په تا غمه مېن شوم سوال به نه کړم که دعا مې اثري شوه 05 د اميد هوا مې ستا د ديد د سترگو په ورشو د زړه ښکالو دغرڅني شوه 06 په کسانو کې وم کس په بې کسۍ کې اوس چې کس شوم د کسانو بې کسي شوه 07 چې ډېر ډېر دې په ديدن سېرابولم اوس مې تنده د خواهش بې رغبتي شوه 08 ستا په مخ اوښکې روانې وې موسکۍ شوې ژړا څه وه چې خندا دې نمکي شوه 09 چې حاصل ترې خوشحالي د همېشه وه حمزه! مينه د غمونو مقتضي شوه Dictionary meaning × Headword