غزل

چې په ښکليو زما مينه ازلي شوه

امیر حمزه شینواری

چې په ښکليو زما مينه ازلي شوه

خود بخود جفا د ښکليو ابدي شوه

نمر د مينې مې راخېژي که پرېوځي

چې فضا زما د سترگو شفقي شوه

چې په زور کې زما سوال او ستا انکار شول

نن خبره د لري او د بري شوه

اوس له ياره زيات په تا غمه مېن شوم

سوال به نه کړم که دعا مې اثري شوه

د اميد هوا مې ستا د ديد د سترگو

په ورشو د زړه ښکالو دغرڅني شوه

په کسانو کې وم کس په بې کسۍ کې

اوس چې کس شوم د کسانو بې کسي شوه

چې ډېر ډېر دې په ديدن سېرابولم

اوس مې تنده د خواهش بې رغبتي شوه

ستا په مخ اوښکې روانې وې موسکۍ شوې

ژړا څه وه چې خندا دې نمکي شوه

چې حاصل ترې خوشحالي د همېشه وه

حمزه! مينه د غمونو مقتضي شوه