غزل چې په خوب کې د بوسې دې تر ې غلا وکړه Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 چې په خوب کې د بوسې دې تر ې غلا وکړه يوځل بيا ويښه زړگيه خطا وکړه 02 ستا دتورو خمارو سترگو په غم کې ټوله شپه مې لکه پرخه ژړا وکړه 03 چې غماز دې د پل نه شي گرد دلارې د ښکالو نه پټه پېښه په ما وکړه 04 د وصال د شپې سحر چې سندريز شي يار اوده کړه د زړه سازه نوا وکړه 05 بې له تا هم د تياره په فراقجنو شپې ته څه د راز خبره سبا وکړه 06 چې همه عمر مې ستا رضا نيولې ياره يو ځل خو زما هم رضا وکړه 07 په ليدو مې دې خورې زلفې کړې ټولې په هيبت کې د پردې دې بلا وکړه 08 جوړ حمزه به ياره تا ويشتلی نه وي په خندا چې ورته وايې دوا وکړه Dictionary meaning × Headword