غزل
چې په مخ باندې د اوښکو يو رقم وي
Rahman Babaچې په مخ باندې د اوښکو يو رقم وي
عين دتورو له پرهره سره سم وي
که گرېوان مې د سپوږمۍ د نمر مشرق شي
زه چې يار په سترگو نه وينم تور تم وي
کږو وروځو غوندې نېش وهلی نه شي
که په زړه د پاسه پروت د چا لړم وي
دلته سر پورته کول د چا رسېږي
چې په خپله د يار زلفې خم د رخم وي
قاعده د درمندۍ هسې نه ده
چې په درد کې يو دردمند تر بله کم وي
معشوقه چې دعاشق په غم وي غوڅه
د عاشق سترگې دې ووځي چې بې غم وي
همدمي د دوو همدمو هسې بويه
چې د دواړو زندگي په يوه دم وي
که د درست جهان خوښي ورباندې راشي
مه کړه خدای چې څوک بې ياره خوښ خرم وي
بل ستم د بېلتانه د پاسه نشته
که ليدلی چا په سل رنگه ستم وي
دا قضا څه په قاضي موقوفه نه ده
خود په خپله يار تر ياره پورې گرم وي
راحت هر چرې هغو لره لازم دی
چې په درد و په محنت کې مقدم وي
چې خوناب يې د چشمانو می ناب شي
پيوسته له دغه جامه سره جم وي
هېڅ حاجت د هنر نشته و نصيب ته
که په اصل څوک عرب وي که عجم وي
هنر مه غواړه طالع له خدايه غواړه
بې سليمانه په کار نه دی که خاتم وي
د رحمان خندا په اجر د ژړا ده
تازگي د گل په قدر د شبنم وي