غزل
چې په مزه غوندې خبرې کوم
Hamza Shinwariچې په مزه غوندې خبرې کوم
داسې چپه غوندې خبرې کوم
ستا خوشحالي چې پکې وينم اشنا
ځکه خفه غوندې خبرې کوم
څوک پرې پوهېږي نه، خو خوند ورکوي
څه عجيبه غوندې خبرې کوم
ټيټې يې نه کړې ستا پخې سترگې
څه که کچه غوندې خبرې کوم
دا برکت د پښتنې ژبې دی
چې نارينه غوندې خبرې کوم
صفا صفا وي حيرانېږې ولې
زه آيينه غوندی خبرې کوم
راغلې ناڅاپه وارخطا دې کړمه
ځکه مېلمه غوندې خبرې کوم
له هغې ورځې چې ستا مخ مې وليد
څه تماشه غوندې خبرې کوم
چې د تا سترگو ته مې سم کتلي
نن د حمزه غوندې خبرې کوم