غزل

چې په سترگو کې يې خار وي څه به خوب کا

Rahman Baba

چې په سترگو کې يې خار وي څه به خوب کا

چې په زړه يې غم د يار وي څه به خوب کا

خوب له ياره سره هم د عاشق نه شي

چې يې يار په بل ديار وي څه به خوب کا

په دنيا کې خوب هغه کا چې نادان وي

هغه ژوي چې هوښيار وي څه به خوب کا

کوم طالب مطلوب موندلی دی په خوب کې

هغه څوک چې طلبگار وي څه به خوب کا

ديدار نه دی چا په پټو سترگو کړی

چې مطلب د چا يدار وي څه به خوب کا

بله لار د مرگ تر لارې گرانه نشته

چې په خوا يې هسې لاروي څه به خوب کا

هر نگاه د دلبرانو ذوالفقار دی

هر چې غوڅ په ذوالفقار وي څه به خوب کا

د لړم چيچلی خوب کولی نه شي

چې خوړلی تور ښامار وي څه به خوب کا

زه رحمان د يار بنده او خدمتگار يم

چې بنده او خدمتگار وي څه به خوبه کا