غزل

چې په وخت د ځنکدن وکاږې ږيره

Rahman Baba

چې په وخت د ځنکدن وکاږې ږيره

ترو نن ولې هسې ناست يې بې تدبيره

هر سړی چې گانده غم په مخ کې ويني

له هغه غمه لا نن گرځي دلگيره

چې سبا ارمانوې پند د پيرانو

ولې نن د پير طلب نه کړې بې پېره

د يار ياد به دې ځای څرنگ په زړه نيسي

ياد د غير چې لرې نه کړې له ضميره

چې د ټوپک په طلب گرځې خدای دې هېر دی

فقيري دا هسې چرې وي فقيره

دغه غم دې خدای بدل کړه په ښاديه

زهير مه شې په اشنا پسې زهيره

که هر څو ښايسته ډېر دي په جهان کې

و هر چاته خپل اشنا دی بې نظيره

هر سړی د هغه مخ په رڼا گرځي

چې يې خونه د خاطر وي پرې منيره

تمام عمر يې په اور او په اوبه وي

عاشقان د لعلو لبو له تاثيره

که په مرگ که په ژوندون وي خدای دې نه کا

د رحمان خلاصی د زلفو له زنځيره