غزل
چې په يار شومه مفتون
Hamza Shinwariچې په يار شومه مفتون
ځکه شوم لکه مجنون
عشق په ما بل کړی اور دی
چې سوخته مې شو لړمون
په بڼو غشو مې ولي
شوخوراک مې ځيگرخون
په ظاهر مې روغ صورت دی
سوی لوی اندرون
نه مې خوب نه مې خندا شته
يم دېره په مېږه تون
دا مې حال شو چې مې وکړو
د ښايسته وو پيوستون
پوه ورځ تر بل بتر يم
راته ښه ښکاري پرون
په وصال کې دې مهجور يم
لکه تږی آب کې نون
ما حاصل کړلو په عشق کې
درد وغم، سودا، جنون
هېڅ دارو علاج مې نه شي
د حکماوو په معجون
بې اشنا مې دارو نشته
څه لقمان څه افلاطون
په ساعت کې ندا اورم
د الينا راجعون
په ماجور او جفا کاندي
د اغيارو په لمسون
خدای دې چاته ښکاره نه کړي
دحمزه حالت زبون