غزل

چې په زړه مې تور لحد شي دخپل خاک

Rahman Baba

چې په زړه مې تور لحد شي دخپل خاک

بې مزه شي هم مې خوب هم مې خوراک

چې د خوب او د خوراک مزه شي ورکه

نور له مرگه برابر شي هغه ژواک

غلط وايي چې څوک عمر ورته وايي

هغه عمر چې تېرېږي په پخساک

تن سپېره په خاورو ډکه خوله بهتر يم

چې آخر مې دا خوراک دی دا پوشاک

ځای لري که ځان ژوندی په ځمکه ښخ کړم

چې مې پس له مرگه ځای دی يو مغاک

گويا شوي دي هغه چې شدني دي

زه پخوا تر هلاکته يم هلاک

زړه چې روغ وي گرېوان کله څېر اوه شي

له گرېوانه معلومېږي د زړه چاک

تن و ځای و جامه هله پاک په کار دي

چې وړومبی شي د چا زړه له غيره پاک

سړی بويه چې درون بېرون يې يو وي

نه هغه چې بېرون زر وي درون لاک

له سړيه غرض واړه سړيتوب دی

که په سر کې يې طره وي يا مسواک

د دنيا چارې همه واړه فاني دي

څوک يو دوه ورځې خوشال وي څوک غمناک

په ساعت کې څوک خوشال کا څوک ملال کا

دا خويونه لرغوني دي د افلاک

چې څه کاندې واړه خدای دی نور څه نشته

رحمان څه دی څه يې واک څه يې ادراک