غزل
چې پخته شي اشنايي
Rahman Babaچې پخته شي اشنايي
تر ميان ووځي جدايي
و طالب وته وفا شي
د مطلوب بې وفايي
بادشاهي کاندي بدله
د ديدن په گدايي
خاني پلوري په اوربشو
ميرزايي په ميرزايي
نظر نه کاندي هېچري
په لويۍ په بډايي
ورته کفر څرگندېږي
خودبيني او خودرايي
خودرايي په عاشقۍ کې
له عاشقه نه ښايي
معشوقې که بې وفا وي
عاشقان خو يې ستايي
غوږ يې کر سترگې ړندې وي
د خپل يار په خطايي
که يې کړي وي سل علمه
هم ديني هم دنيايي
همه واړه فراموش کا
چې پرې ورشي شيدايي
و مطلب ته نه رسېږي
په شېخۍ په ملايي
آواره ننگ و ناموس کا
په سر واخلي رسوايي
تر ناموسه ورته به شي
بې ننگي بې نوايي
هره چار يې په اخلاص وي
نه په روی و ريايي
قبلوي په دواړو سترگو
هر چې يار پرې فرمايي
نصيحت پرې اثر نه کا
که څوک سل ځله وايي
فايده نه لري په عاشق کې
د داناوو دانايي
مشکل کار د عاشقۍ دی
اسان چرې دی بايي
دغه کار کولی نه شي
هر کم فهم وکجايي
هر کم بخت يې کله مومي
د دلبرو همتايي
څه په کسب موقوف نه دی
دغه کار دی عطا يي
چې د عشق په لومه کښېوځي
نور يې نه وي رهايي
بې د يار له مخه نه شي
دعاشق دلکشايي
د خپل يار په طلب گرځي
غاړې غرونه پيمايي
له عالمه وي وتلی
لکه صيد صحرايي
تل تر تله يې وطن وي
گوشه کونج و تنهايي
مدام سوی لوغړن وي
د خپل آه په گرمايي
هر زمان يې په اور نيسي
د خپل يار تمنايي
نه يې ملک او نه يې مال وي
نه يې زهد پارسايي
په دا هسې گرانو چارو
معشوقه يې ازمايي
په يوه ديدن يې يوسي
د درست عمر کمايي
هم مې هسې رنگه وژني
ياره ستا بې وفايي
چې له زړه کړم زړه مې چوي
دغه ستا خودنمايي
هم خودي لري بې قياسه
هم د حسن زېبايي
ضرر نه لري بې نفعې
ستا دمېنې سودايي
ستا سودا ما لره سود ده
حق به وايم خدايي
په هېڅ مخ کې ليده نه شي
ستا د حسن صفايي
نمر په څه له تا سيالي کا
په دا بې سر و پايي
ادراک نه رسي د سروې
ستا د قد په رعنايي
لکه ستا چې قد بالا دی
نشته هسې بالايي
که دا ستا و صال دريا دی
زه ماهي يم دريايي
د مگسو زندگي ده
په دوکان د حلوايي
زه طوطا شکر پرست يم
د ستا شونډې مټايي
دا گومان په رحمان مه کړه
چې بې تا به وپايي